په باد غيس ولايت کې د مهر پر سر رامنځته شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۲:۱۰
شخړه

شنبه ۱۸/۳/۱۴۴۶

هغه جنجال چې شپږ مياشتې وړاندې د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د يوې مرمنې د مهر پر سر د دوو کورنيو ترمنځ پېښ شوی و او له امله يې ژور قومي اختلافات هم راپورته شوي وو، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په همغږۍ، د مصلحينو او علماوو په ګډه همکارۍ حل او فصل شو.

جرګه کوونکو مشرانو د موضوع ټول اړخونه تعقيب کړل، علماوو د اسلام په رڼا کې د مهر ارزښت روښانه کړ او دواړه طرفونه يې وپوهول، په پاي کې يې د يوې عادلانه پريکړې پر اساس فيصله واوروله چې د ښکېلو اړخونو د خوښۍ او رضايت سبب وګرځيده.

دغو کورنيو د ا.ا.ا د مسؤلينو مننه وکړه چې په خپلو هلو ځلو يې د دوی جنجال ورحل کړ او ژمنه يې وکړه چې له نن وروسته به د شخړو په ځاي د سولې ژوند غوره کوي او له يو بل سره به په سولییز ډول راشه درشه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu