پرون سه شنبه د سمنګان ولايت د سرحدونو او قبایلو آمر محترم (مولوي سيد محمد) د حضرت سلطان ولسوالۍ پنج قريه کلي ته د د ځمکو پر سر د راولاړو شويو شخړو د هواري په موخه سفر کړی وو

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۲۳:۴۲
m

د سمنګانو ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو آمر محترم مولوي سيد محمد د ياد ولايت حضرت سلطان ولسوالۍ د پنج قريه کلي ته چي شاوخوا دوه زره کورونه پکي مېشت دي سفر کړی وو او هلته د ځايي قومونو تر منځ د ځمکو پر سر د راولاړو شويو شخړو د حل لپاره له قومي مشرانو سره ناسته تر سره کړه. ددې سفر پر مهال چي د سمنګان ولايت د قطعه خاص مسؤل حافظ محمدي هم ګډون درلود ديوې جرګې په ترڅ کي ددې سيمې د خلکو خپل منځي شخړې حل او د پاي ټکی ورته کيښودل شو.

m

د سيمې خلکو د اسلامي امارت له مسئولینو د نه ستړي کيدونکو هڅو قدرداني وکړه او خوښي يې څرګنده کړه ددوئ ستونزو ته يې پر وخت رسيدګي کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu