ټول دولتي کارکوونکي دې له تشویش پرته خپلو دندو ته راوګرځي!
دغه خبره نن له غرمې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست محترم مولوي حضرت ولي حقاني د ياد وزارت له يو شمېر ريسانو سره د غونډې په ترځ کې څرګنده کړه.
محترم حقاني وويل: ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوو، لکه څنګه چې د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه ، حکومتي چارواکو ته عمومی بخښنه اعلان کړې نو بېرته دې په عادي ډول له کومې اندېښنې پرته خپلو دندو ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه راز وویل: افغانستان د ټولو مېشتو خلکو او بېلابېلو قومونو ګډ کور دی او دا زموږ او ستاسو ګډ مسووليت دی، چې له خپلو ظرفيتونو او استعدادونو څخه په استفادې سره د خپل هېواد بيا ابادولو او پرمختګ ته مټې راونغاړو.
ورپسې د وزارت يو شمېر ريسانو نوموړي ته د ښه راغلاست ويلو په ترځ کې ډاډ ورکړ، چې په خپل ټول توان او بشپړې همغږۍ سره به خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کوو.