د کندهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۵/۲۷ - ۸:۴۵
mobta

په دې کتنه کې ښاغلي شېرزي ټاکنې د ډیموکراسۍ اساسي اصل وباله له ټولو هېوادوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې فعاله برخه واخلي ، نوموړي همدار راز د هېواد د خپلواکۍ ګټوونکي غازي امان الله خان کارنامو ته هم اشاره وکړه وی ویل، چې ولسمشر جلالتماب محمد اشرف غني د غازي امان الله خان په لار روان دي او د هغه نیمګړی فصل او پاتې کارونه تکمیلوي.

ښاغلي شېرزي زیاته کړه: د افغانستان اوسنی نظام د افغانانو په وینو جوړ شوی او ساتنه یې پرهرافغان فرض ده.
ورپسې قومي مشرانو اومخورو په وارسره خبرې وکړې، له موجوده نظام څخه یې د ملاتړ په ترڅ کې راتلونکې ټاکنې د افغانانو د ژغورلو یوازنی مشروع لار وبلله .

نوموړو ژمنه وکړه، چې ولسونه به د جمهوري ریاست په راروانو ټاکنو کې پراخ ګډون ته وهڅوي ترڅو خپل برخلیک په خپل لاس وټاکي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu