د وزارت اړوند رحمان بابا او خوشحال خان عالي ليسو د ۱۴۰۰ تعليمي کال د دولسمو ټولګيو فارغانو د فراغت غونډه جوړه شوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۶:۱۰
m

۱۴۰۰/ ۱۰/۱۰

د کلام الله مجيد د څو مبارکو ايتونو تر تلاوت وروسته د وزارت د ښوونې او روزنې رييس محمد نبي شهاب د غونډې برخه والو ته د ښه راغلاست او مبارکی ويلو ترڅنګ د غونډې په هدف او اجندا رڼا واچوله او د رياست راتلونکي پلانونه يې بيان کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د علم او پوهې ارزښت ته په اشارې سره وويل: علم لرونکي او بې علمه کسان سره برابر نه دي، علم هغه فريضه ده، چې انسان يې په ترلاسه کولو مکلف شوې، انسان خپل خالق په علم سره پېژندلی شي او بې علمه ژوندون ګران دی.

ښاغلي نوري د خپلو خبرو په دوام وويل: تاسو د هېواد راتلونکي کدرونه ياست، چې خپل هېواد ته به خدمت کوي او خپل اقتصاد به په پښو دروی.

m

نوموړي دغه راز د يادو ليسو له اداري او تدريسي کارکونکو څخه مننه وکړه، چې د يادو زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې يې زيار ګاللی او زده کوونکو او د هغوې کورنيو ته يې مبارکي وويله.

همدارنګه د رحمان بابا يو تن فارغ زده کوونکي د ټولو فارغانو په استازېتوب د وزارت له مشرتابه او ښوونې او روزنې رياست له چارواکو څخه مننه وکړه چې دوې ته يې د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړي دی.

په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د يادو ليسو ممتازو زدکوونکو ته ستاينليکونه ورکړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu