د ننګرهارولایت خوږیاڼو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۸:۵۰
mobta

سه شنبه ١٤د شعبان المعظم١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو دهمغږۍ معین ښاغلي الحاج ملا عبدالخالق عابد د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې راغلیو قومي مشرانو په یاده سیمه کې د ملکانو پر سر د اختلاف او ځینو نورو سیمه ییزو ستونزو د حل یادونه وکړه او د وزارت له چارواکو څخه د همکاري او پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د یاد وزارت د جرگو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد له يادو قومي مشرانو سره په خپلو خبرو کې وويل: اوږدې جگړې ډيرې ستونزې پر ځاى پرېښي دي، د افغانستان اسلامي امارت ټولې ادارې به له ولس سره په ګډه همکارۍ وکولای شي چې ټولو ستونزو ته حل لارې پيدا کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu