د قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۵:۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن سې شنبې د روان لمريز کال د زمري میاشتې پر ۱۹ مه نېټه د قومي شوراګانو له مشرانو او استازو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل.

په یاده غونډه کې د قومي شوراګانو مشرانو او استازو په ټوله کې له افغان ولس څخه غوښتنه وکړه، چې له موجوده نظام څخه خپل ملاتړ وکړي وې ویل: چې قومي شوراګانې او قومونه د سولې د ټینګښت لپاره بهترینه وسیله ده، باید په دې برخه کې قومي شوراګانو ته پاملرنه وشي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د امکاناتو له پلوه پیاوړی شئ.

نوموړو د خپلو خبرو په ترڅ کې د قومي شوراګانو د دارالانشاء د فعالیتونو او تشکیلاتو په اړه هم خبرې وکړې ټینګار یې وکړ، چې سوله د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده له وسلوالو مخالفینو یې هم وغوښتل، چې اوربند ته لبیک ووایې، ځکه چې د هېواد په ورانولو سره سوله نه شي راتلای او هم به په دې کار سره د افغانانو له غبرګونونو سره مخ شي.

دغه راز یادو قومي مشرانو او استازو خپل نظریات، وړاندیزونه، سلامشورې او د قومي شوراګانو د دارالانشاء پرمختګونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په خپلو خبرو کې وویل: چې په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې د قومي شوراګانو رول له ارزښته ډک دی، او تاسو تل د خپل موجوده نظام د پایښت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي او له خپل هېواد او خاورې څخه مو ساتنه کړئ.

دغه راز ښاغلي محب الله صمیم زیاته کړه: دغه نظام د افغانانو په قربانۍ جوړ شوی دی، موږ یې باید ملاتړ وکړو او د ملي ګټو د پیاوړتیا لپاره کار وکړو او هم د قومي شوراګانو له دارالانشاء سره خپلې سلامشورې او وړاندیزو شریک کړو او په ګډه به د هېواد روان وضعیت ښه والي ته د حل لارې چارې پیدا کړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۳۸
Background image

پروان کې ۱۷ کلنه کاپيسا کې ۱۳ کلنه او په لغمان کې يوه بله شخړه د اړوندو مسؤلينو له لوري هواره شوه

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر په مشري د ځايي قومي مشرانو او ديني عالمانو په دوامداره ستړياوو د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ننګرهار ولايت کې د څلور کلنې شخړې حل

 

دوشنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت کوز کنړ ولسوالۍ په برکاشکوټ سیمه کې د يوې کورنۍ د څو غړو ترمنځ د میراث پر سر راپورته شوې څلور کلنه شخړه په سوله ییز ډول حل او فصل شوه.

د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۰مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله. . .

BACK TO NEWS

User account menu