د غصب د مخنیوي کمیسیون او ټاکل شوي پلاوي په فاریاب ولایت کې له قومي مشرانو سره وکتل

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۳:۳۹
خبر

۱۴۴۵/۹/۱۷ ه ق
 
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو د معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ د غصب شویو ځمکو د مخنیوي او استرداد کمیسون او ورسره مل پلاوي نن د فاریاب ولایت د سبزپوش، کوهستانات، دشت لیلې او چهل ګزي ولسوالیو له قومي استازو سره د خپل کاري سفر په ترڅ کې وکتل. 

یاد پلاوي د فاریاب له والي او د ولایت له تخنیکي ټیم سره په ګډه په یاده شوې سیمه کې له قومي مشرانو سره هر اړخیز بحث وکړ، د دوی ترمنځ په عامه مرعا، څړځایونو او میراثي ځمکو رامنځته شوې ستونزې یې له ټولو طرفینو څخه په دقت واورېدلې. 

د دغې ناستې پرمهال ټولو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړل شو چې یاده قضیه به له پوره څېړنې وروسته حل کېږي. د کمیسیون د مشرتابه له لوري  د ولایت تخنیکي غړو ته هدایت ورکړل شو چې عارضې او اړوند اسناد دي یې په کره ډول وکتل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu