د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د خپلو لېدنو کتنو په دوام

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۹:۱۶
mobta

نن یکشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۲۰ مه نېټه له ولایتونو سره د اړیکو ریاست له سرپرست ښاغلي آصف اصیل زي او د وزارت د دویمو واحدونو هرات، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، کندهار، ارزګان او غور ولایتونو له رئيسانو او آمرینو ښاغلي صفي الله تیموري، نوید احمد نظري، محمد اکبر عمر، محمد طاهر بارک، احسان الله فاتر، حاجي نعمت الله سرحدي الحاج عبدالرازق عابد او محمد موسی فدایي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مسؤلینو د خپلو کاري کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او یو لړ ستونزې او غوښتنې يې د حل په موخه له ښاغلي محب الله صمیم سره شریکې کړې.

همدا راز ښاغلي محب الله صمیم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه او د چارو د بهبود لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu