د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت د داخلي تفتیش نوي رئیس په کارپیل وکړ

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۰/۹/۴ - ۰:۱۲
m

ښاغلی الحاج مولوي نیازمحمد (تقي) چې د رئیس الوزرا د محترم مقام له خوا د سرحدونو اوقبایلوچارووزارت د داخلي تفتیش د رئیس په توګه ټاکل شوی دی نن د ۱۴۴۳ ه ق کال د ربيع الثاني پر ۱۹مه نېټه د یاد ریاست کارکووونکوته وروپېژندل شو اوپه کار یې پیل وکړ.

د پوهنې وزارت استازي ښاغلي مولوي عبدالرزاق صدیق د نوموړي د پېژندګلوۍ پرمهال په حکومتي چارو کې ادلون بدلون معمول کار وباله وې ویل: په همدې اساس ښاغلی مولوي نیازمحمد تقي د داخلي تفتیش د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، دغه مسؤلیت یو امانت دی ، الله ج دې مولوي صاحب ته توفیق ورکړي، چې په ښه شان یې د همکارانو په همکارۍ ترسره کړي .

ښاغلي مولوي صاحب نیازمحمد تقي هم په خپلو خبرو کې وویل : چې دا مسؤلیت امتیاز نه دی، امانت دی ، ددې امانت د ترسره کولو او ساتلو لپاره یې په صداقت اواخلاص ټینګار وکړ، زیاته یې کړه، چې موږ خدمت ته راغلي يو ، په اخلاص خوشحالېږو، کار به په اخلاص کوواو نیمګړتیاوې به هم د اصلاح لپاره په نښه کوو، دغه راز یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۳۲
Background image

ارزګان کې دوه کورنۍ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته سره پخلاشوې

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د دغه ولايت په ترينکوټ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه ۱۳ کلنه دښمني پای ته ورسوله، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

BACK TO NEWS

User account menu