د بایزید روښان انسټيټوټ د ۱۳۹۹ لمریز کال اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه!
د ۱۳۹۹لمریز کال د لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انسټيټوټ کې له ۳۷۸ تنو زده کوونکو څخه د اختصاصي کانکور ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پيل کې د انسټیټوټ د آمر ښاغلي حکمت الله ناشر له لوري د ازموینې ګډونوالو ته د بایزید روښان انسټيټوټ او د ازموینې د پروسې په اړه لازم معلومات ورکړل شول او زده کوونکو ته یې ډاډ ورکړ، چې د ازموینې پروسه به په رڼه توګه ترسره شي او هیچا ته به په دې شفافه پروسه کې د مداخلې حق ور نه کړل شي.
ورپسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې استازي ښاغلي غلام حیدر فاضل د ازموینې د پوښتنو د حل کولو د څرنګوالي او انتخاب په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
وروسته د ښوونې او روزنې ریاست استازي ښاغلي سعدالله مومند، چې د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه کوله، د ازموینې له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او له زده کوونکو څخه یې وغوښتل، چې په پوره حوصلې سره د ازموینې پارچې حل کړي، تر څو د خپلې خوښې څانګې ته لار پیدا کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ۳۷۸ تنو ګډونکوونکو له جملې څخه به ۲۴۷ تنه زده کوونکي د ټاکل شویو معیارونو په پام کې نیولو سره د انسټیټوټ په څلور څانګو (دیتابیس او ویب تکنالوژي، اداره اوتجارت، ساختماني انجنیري او عمومي زراعت) په برخو کې به جذب شي.
