جمهوررئیس د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ۱۴۰۰ ښوونیزکال پیل کړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره نوی (۱۴۰۰) ښوونیز کال پیل او زده کوونکو، محصلینو، ښوونکو او ټولو هیوادوالو ته یې د هغه مبارکي وویله.
د اماني لېسې په تالار کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د پوهنې وزارت سرپرستې او یو شمېر دولتي مقاماتو او ښوونکو حضور درلود،
جمهوررئیس وویل: د کرونا له یو کلن سخت خطر وروسته نن د دې ویاړ لرو چې د ښوونځي زنګ وهو.
جمهوررئیس وویل، سږکال به ۱۱۱۷۳ ښوونکي په شفاف او عادلانه ډول استخدام شي. له وري میاشتې څخه به د ښوونکو معاشونه زیات او د کال تر وسط پورې به یې مالیې وزارت اجرا کړي. سږکال یو میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. ۱۸۰۰نوي ښوونځي جوړېږي. دولتي او د خصوصي سکتور چاپخونې په داخل کې د اړتیا وړ کتابونو د چاپولو وړتیا لري.
د هیواد جمهوررئیس وویل، په لومړی ځل د افغانستان خصوصي سکتور په ښه کیفیت کاغذ تولیدوي. هغه زیاته کړه، ډیجیټلي خدماتوکې به پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو ته لومړیتوب ورکړل شي. د پوهنې ملاتړ یوازې د پوهنې وزارت نه، بلکې د جمهوري ریاست، کابینې، والیانو، خصوصي سکتور او ولسونو ګډ مسوولیت دی .
محمداشرف غني وویل، اصلي ستونزه د منابعو کمبود نه، بلکې له هغو غلطه استفاده ده. پوهنې وزارت باید د ملي یووالي او ټولنیز عدالت نمونه وي، ځکه د منابعو ناعادلانه وېش زموږ ملي یووالی زیانمنوي او ماشوم باید خپلې مورنۍ ژبې ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه، زه ښوونځی او سوله غواړم، وینه بهېدنه باید ودرول شي او د دین او تروریزم ترمنځ هیڅ تړاو نشته.
جمهوررئیس غني وویل، اړوندې ادارې او بنسټونه دې له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره د کیفیت او سویې اساسي بحث وکړي او زده کوونکي باید د یوویشتمې پېړۍ لپاره ورزل شي. هغه زیاته کړه، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دې د رضاکارۍ فرهنګ ایجاد او د تکړه محصلینو په همکارۍ دې پوهنې وزارت لا پیاوړی شي.
محمداشرف غني د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د زده کوونکو روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ټول وزارتونه او سفیران باید د پوهنې وزارت استازي واوسي. سکتوري وزارتونه دې زده کوونکي او محصلین له تخنیکي مسایلو سره بلد او هغوی ته دا واضح کړي چې څه ولولي؟
د هیواد جمهوررئیس د پوهنې وزارت بین المللي همکارانو او الازهر پوهنتون څخه په مننې زیاته کړه، د پوهنې وزارت جامع اصلاحي طرحه دې برابره شي. زده کوونکي دې د ښوونځیو او ژوند چاپیریال ساتنې ته وهڅول شي او پوهنې وزارت دې د نیالګیو اېښودو، د اوبو مدیریت او شنو ساحو ایجاد کې ونډه واخلي.
د هیواد لومړۍ مېرمن دغو مراسمو ته په وینا کې په ښوونه او روزنه د ټینګار ترڅنګ پوهنې وزارت کې پر اصلاحاتو او د یاد وزارت په ډیجیتلي کولو ټينګار وکړ، ترڅو زده کوونکي د مارکېټ له اړتیاوو سره سم وروزل شي.
د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي له جمهوررئیس څخه پوهنې ته د لومړیتوب ورکولو له امله مننه او پر دې ټينګار وکړ چې په یاد وزارت کې به اصلاحاتو، ډیجتلي کولو او د ښوونیز نصاب کیفیت ته جدي پاملرنه وشي.
په دې مراسمو کې پوهنې وزارت ته د کلیو او پراختیا وزارت له لوري د ۷۳۲ جوړو شویو ښوونځیو د سپارلو او په ۱۴۰۰ کال کې د پلان شویو ښوونځیو جوړولو تفاهم لیک هم لاسلیک او ځینو زده کوونکو چې افغاني جامې یې اغوستې وې، د پوهنې او ملي ترانې وویلې.
سرچېنه ارګ