اسلامي امارت په یوه قوم، سمت او ژبې پورې تعلق نه لري بلکې د دې هیواد هر وګړی د اسلامي نظام رعیت دی

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۴/۱۵ - ۷:۳۱
بامیان کې ناسته

پنج شنبه - ۱۴۴۵/۱۲/۲۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري د اسلامي نظام ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه کې د افغانانو د سر ښندنو په اړه خبرې وکړې او قومي سپین ږیرو ته یې د هیواد له ښې رازۍ، پرمختګ، اقتصادي ودې او هوساینې په اړه ډاډ ورکړ، ویې ویل: د نړۍ ځینو هیوادونو ته دا د منلو وړ نه ده چې افغانستان دي په پښو ودرېږي، خو زه اطمینان درکوم چې دا وطن به دومره وده کوي چې هیڅوک به یي بیا سیال نه وي. نوموړي د اسلامي امارت په قائمولو کې د ولسونو ستړیاوې وستایلې او زیاته یې کړه: جهاد مو ستاسو په مټه کړی، وینې ستاسې بچيانو توی کړي، ټوپک تاسې په اوږو راسره وړی او د اسلامي نظام آرزو هم ستاسې وه. د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي راغلي هیئت او مشرانو ته ښه راغلاست ووایه زیاته یې کړه: ټول ولسي وګړي په خپلو زړونو کې درد لري، نن مو خپلې ستونزې راسره شریکې کړئ تر څو د حل لارې ورته ولټوو. قومي مشرانو او ولسي سپین ږیرو په بامیانو ولایت کې د لسو ولایتونو له استازو سره د اسلامي نظام د ثبات غونډې پر مهال د اسلامي امارت ملاتړ خپله وجیبه وبلله، د نظام او شریعت په ننګه یې د هر اړخیز ملاتړ او همکارۍ ډاډ وړاندې کړ. راغلیو استازو د اسلامي امارت ټولې هڅې وستایلې زیاته یې کړه: د نظام مشران داسې کسان دي چې دوه دورې اشغال یې مات کړی، دا هغه با تجربه مسؤلین دي چې په خپل ټول قوت د دې ملت د هوساینې په برخه کې کوټلي ګامونه اخلي. دوی همدارنګه وویل: د اسلامي امارت خارجي سیاست دومره بریالی ده چې اشغالګر یې هم په کامیابي اعتراف کوي. دوی د امیرالمؤمنین شیخ صاحب د مالیې د عفوه او کمولو له فرمان څخه هرکلی وکړ او په ولسونو یې د لا ښې همغږۍ غږ وکړ. د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد اسلامي نظام قائمېدل د خدای (ج) عظیم نصرت یاد کړ‍، زیاته یې کړه: نن له ۴۳ کلونو وروسته لله الحمد داسې مرحلې ته رسېدلي یو چې له خپلو وروڼو سره په یوه میز خپل افتخارات شریکوو، هغه ټول تبعیضونه له منځه تللي چې مخکې یې زموږ ترمنځ د قوم، سیمې او ژبې په نومونو تفرقه ایجاد کړې وه. د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي رحمت الله حاجي نجیب دولتي مسؤلینو ته د ښېګڼې او نرمي توصیه وکړه او له ولسي وګړو څخه یې د ملي یووالي او همغږي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. نوموړي ډاډ وړاندې کړ چې د نړیوالو ټولې دسیسې دلته شنډې شوې او هیڅوک هم نه شي کولای چې زموږ امن ته کومه ستونزه پېښه کړي. د فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رئیس شمس الدین شریعتي د ولس د مېړانې ستاینه وکړه ویې ویل دا داسي غیور ملت دی چې د هرې بلا پر وړاندې په مېړانه درېدلی، خپلې خاورې، ولس او اسلام ته متعهد او وفادار دی. هغه زیاته کړه: اسلامي امارت په یوه قوم، سمت او ژبې پورې تعلق نه لري بلکې د دې هیواد هر وګړی د اسلامي نظام رعیت دی. د ولسي انسجام په دغه غونډه کې د لسو ولایتونو د قومي سپین ږیرو په شمول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی نوري، د جرګو او قبایلي چارو مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د وزارت مل پلاوي، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال ښاغلی حاجي نجیب، د فرامینو د تعقیب او نظارت لوی رئیس ښاغلی شریعتي، د بامیانو والي ښاغلی سرحدي او نورو ګڼو ولایتي مسؤلینو ګډون کړی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu