ارزګان کې د مسؤلينو له لوري د دوو قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۷ - ۱۲:۲۲
ارزګان کې د مسؤلينو له لوري د دوو قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۱۵ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت خاص ارزګان ولسوالي په باغچر سيمه کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوي ۱۶ کلنه بدي، چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې ګڼ اختلافات او بدبينۍ رامنځته کړې وې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمریت د مسؤلينو، ديني عالمانو او قومي مشرانو لخوا حل او فصل شوه.

په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو خواوو د ادعاوو په اساس، شاوخوا شپاړل تنه وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي وو، چې له امله يې ترمنځ سختې ناخوالي موجودې وې او وخت ناوخت يې د مرګونو نښتو احتمال پيدا کېده.

د اسلامي امارت مسؤلينو د يادې روغې جوړې په موخه څو ځله د ښکېلو کورنيو له مشرانو سره ناستې ترسره کړې، هغوی يې سولې ته وهڅول او د يوې شرعي فيصلې په کولو سره يې د هغوی موجوده جنجالونه هوار او همداراز يې حق حقدار ته ورساوه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۳۴
Background image

په فارياب، زابل، سمنګان او کاپيسا ولايتونو کې د ولسواليو په کچه د شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډې

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د شریعت د احکامو د نفاذ، یووالي او همغږۍ په موخه دا ځل د فارياب ولايت په لولاش او بندر ولسوالي، د زابل ولايت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۵۴
Background image

په کندز او بدخشان کې د مسؤلينو له لوري د جلاجلا شخړو حل

 

يکشنبه ۱۴ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په خان آباد ولسوالي کې د يوې مېرمنې د ټپي کېدو له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۸:۴۸
Background image

په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ  ۳۵ کاله وروسته روغه جوړه وشوه

 

شنبه ۱۳ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت مرکز کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۳۵ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو ترڅنګ یې دواړو کورنیو ته مالي زیانونه هم اړولي وو، د یاد ولایت د سرحدونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu