په پنجشېر ولایت کې له ولسونو سره غونډه

khoram2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۲/۲۱ - ۶:۴۴
قومونو سره ناسته

۱/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري په پنجشیر ولایت کې د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ له ولسونو سره د یووالي په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ. د یادې غونډې پر مهال د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په شمول د امرباالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي، د صنعت او تجارت سرپرست وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د پنجشېر والي الحاج محمد اغا حکیم، ګڼو نورو ولایتي مسؤلینو او ولسي استازو ګډون کړی وو. په پیل کې قومي سپین ږیرو، جهادي مشرانو او ولسي استازو د یاد ولایت د مختلفو سیمو د خلکو ستونزې یادې کړې، د پنجشېر ولسونه یې د نظام کلک ملاتړي وبلل او له راغلیو لوړ رتبه مسؤلینو سره یئ د هر ډول همکاري ژمنه وکړه. ورپسې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل: کوم نظام چې په افغانستان کې حاکم دی دا نه یوازې طالبانو او علماوو غوښت، بلکې د افغانستان ولس هم د داسې یوه نظام هیله درلوده چې د دوی عزت ناموس، اسلامي مقدسات او ټول ارزښتونه پکې خوندي وي. وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي نوري غونډې ته په خپله وینا کې د قومونو تر منځ په اتحاد ټينګار وکړ او د اشغال پر وړاندې د افغانانو د مبارزې ستاینه یې وکړه، ښاغلي نوري همدارنګه د ا.ا.ا ترسره کړي خدمتونه یاد کړل ویې ویل: نن الله ج افغانانو ته له ډېرو ناخوالو څخه نجات ورکړ، افغانستان اوس پر قومونوو حزبونو او سمتونو نه دی تقسیم بلکې ټول قومونه تر یوه چتر لاندې په خپل هیواد کې آزاد ژوند کوي. غونډې ته د اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلینو ونیاوې وکړې، د ولسونو ستونزې یې واورېدلې او خلکو ستونزو ته حل لارې پیدا کول یې خپل مکلفیت او فریضه وبلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۱ - ۱۳:۵۸
Background image

په بلخ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل شوه


۱۲/۱۱/۱۴۴۵

د بلخ ولایت دولت آباد ولسوالۍ د تلي ګک په سیمه کې یوه کورنۍ شخړه چې شاوخوا یو کال مخکې را منځته شوې وه، د یاد ولایت د د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو ریاست، علماوو  او د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۹
Background image

په ننګرهار کې د (۱۰) کلنې دُښمنۍ حل

۱۰/۱۱/۱۴۴۵

 د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ په غني خېل کوتلي سیمه کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دُښمني چې له دواړو لوریو څخه پکې ۳ تنه وژل شوي وو، تېره ورځ د امارتي. . .

شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

په تخار ولایت کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

۱۰/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د همکارې (د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې) مؤسیسې په مالي همکارۍ د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې له (۱۰۱) سېلاب ځپلو کورنیو سره د. . .

BACK TO NEWS