په تخار ولایت کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۹ - ۱۴:۲۶
مرسته

۱۰/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د همکارې (د افغان ماشومانو لپاره د جرمنې مرستې) مؤسیسې په مالي همکارۍ د تخار ولایت په چال ولسوالۍ کې له (۱۰۱) سېلاب ځپلو کورنیو سره د ۹ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه. 

د یادې مرستې د وېش پر مهال د وزارت د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس قاري عبدالمتین رحیمزی، د بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د تخار ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس او د مؤسیسې مسؤلینو ګډون کړی وو. 

یاد پلاوي د ولایتي مسؤلینو په مرسته سېلاب ځپلو کورنیو ته په خېمو، کمپلو او فرشونو سربېره ۶ قلمه خوراکي توکې هم ووېشلې. زیامن شویو کورنیو له هیوادوالو او مرستندویه بنسټونو څخه د نورو عاجلو مرستو غوښتنه هم وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu