په جوزجان کې د کرنیزې ځمکې پر سر د دوو کورنیو شخړه حل شوه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۶:۱۳
شخړه

دوشنبه-۳۰/۱/۱۴۴۶

د جوزجان ولایت د منګوټي کلي د میرویس ابدالي او د سرپل ولایت د یوه اوسېدونکي قاري کمال الدین ترمنځ د ۳۰ جریبه کرنیزې ځمکې پر سر شخړه چې په محکمه کې یې دوه نیم کلونه دوام کړی وو او ناحل شوې پاتې وه، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او قومي سپین ږیرو په منځګړیتوب حل او په دوستي بدله شوه. د دغې شخړې د حل پر مهال دواړو لوریو له کوم زور او جبر نه پرته سولې ته غاړه کېښوده، د مصلحینو د پرېکړې پر اساس کمال الدین او ملګرو یې ۷۵۰۰۰۰ اووه لکه پنځوس زره افغانۍ میرویس ابدالي ورکړې ویې ویل: چې وروسته له دې یو پر بل باندې هیڅ ډول دعوه نه لري او د دوروڼو په څېر به یو له بل سره ژوند کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu