کندوز کې به د ابراهيم خېلو کوچيانو ترمنځ شته ستونزه ژر حل شي

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۶ - ۶:۴۴
m

د دوشنبې په ورځ د کندوز د سرحدونو او قبایلو رئيس احسان ثاقب او د کوچيانو د سمون چارو امر خایداد اڅکزي په همغږی د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالي د ابراهیم خېلو کوچیانو ترمنځ د شورا په سر د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د کندوز د سرحدونو او قبایلو رئیس او د کوچیانو د سمون چارو امر د دې ستونزې پر حل خبرې وکړې او د دې شخړې د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

ښاغلي ثاقب او ښاغلي اڅکزي ډاډ ورکړ چې دا ستونزه به په نږدې راتلوونکي کې حل شي.

غونډې ته د کندوز ولایت د شورا رئیس حاجي وکیل هستي خان کوچیانو ته د دغه ولایت د سرحدونو او قبایلو رئیس د پاملرنې مننه وکړه او له ښاغلي ثاقب څخه یې وغوښتل چې په راتلونکې کې هم دې قشر ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu