په زابل کې د شهید حافظ کفایت الله یاسین پاک روح ته دعا وشوه!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۶:۲۳
m

د ا.ا.ا دسرحدونو او قبائلو چارو وزیر محترم ملا نورالله نوري د زابل ولایت  شاه جوي ولسوالي کې د هغه اتل استشهادي شهید حافظ کفایت الله یاسین، په فاتحه کې ګډون وکر، چې همیشه یې د اشغال په وړاندې په مېړانه عملیات ترسره کول.

 

 ښاغلي نوري د شهید حافظ یاسین روح ته دعا او د شهید والد صاحب حاجې عنایت الله ته یې د خپل ژور خپګان مراتب وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده، چې نوموړی حافظ ۵کاله وړاندي شهید شوی وو، چې۳ورځې مخکې يې  پاک جسد روغ رمټ له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي د شاه جوي ولسوالي د پاتخیلو کلي ته روالیږدول شو او خاورو ته وسپارل شو.

د شهید حافظ یاسین والد صاحب د محترم نوري صاحب له همدردۍ او نیک احساس څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۱۰
Background image

په کندهار او ننګرهار کې جلا جلا کورنۍ شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کندهار ولايت د معروف او ميوند ولسوالي د اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د يوې مېرمنې پر سر راپورته شوې شخړه، چې دښځې او خاوند د بېلتون سربېره ګڼې کورنۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۲:۳
Background image

بلخ کې دوه مرورې کورنۍ سره پخلا شوې

 

دوشنبه ۱۳ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت په زارع ولسوالي کې دوه مرورې کورنې د خپلمنځي تاو ترېخوالي او ژورو جنجالونو کولو ورسته د مسؤلينو په دوامدارو کوششونو بېرته سره پخلا شوې او يو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۱:۱۴
Background image

((چا چې شل کاله د افغانستان غیور ولس ته د خپلو شومو موخو امتحان ورکړی، هغه څېرې دې د ازاد او خپلواک افغانستان د ازادۍ چیغې نه وهي ))

 

شنبه ۱۱ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، سرپل ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کوهستاناتو په سیمه کې له ولسونو سره د یووالي او. . .

BACK TO NEWS

User account menu