د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، ځوانانو او د احصایې ملي ادارې له استازو سره کتنه!
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب لله صمیم نن سه شنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د بېلابېلو ولایتونو له قومي مشرانو، ځوانانو او د احصایې ملي ادارې د معلوماتو د انسجام د سیستم سلاکار ښاغلي سید هارون روین او ښاغلي غلام مجتبی کوهي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې شریکې کړې او د احصایې ملي ادارې استازو د احصایې په اړه معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د وزارت رول ارزښتناک وباله .
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د نوموړو ستونزې پر ځای وبللې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ.
همدا راز يې د احصایې ملي ادارې فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او نوموړو سره یې د وزارت د همکاریو ژمنه وکړه.
