ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، ټولنیزو فعالانو نن پنجشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته تشریف راوړ او د وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۷/۵ - ۸:۴۳
mobta

ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، ټولنیزو فعالانو نن پنجشنبې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په ۳ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته تشریف راوړ او د وزارت سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم ته یې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل په موخ شریکې او د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو ستونزې پر ځای وبللې او په ګډو هلو ځلو یې ټینګار وکړ وې ویل: د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ملي یووالي ته اړتیا ده، چې ټول قومونه سره یو ځای د خپل هېواد او ولس لپاره سره کار وکړي همدا راز ستاسو له همکارۍ او سلامشورو پرته موږ د تلپاتې سولې څښتنان نه شو کېدای هڅه به وکړم، چې ستاسو درنو مشرانو سلامشورې له ځان سره ولرم او د دې هېواد خدمت ته ملا وتړم، ترڅو زموږ ځوانان د یوې ښې راتلونکي څخه برخمن شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu