په هلمند کې له پښتنواو بلوڅو وروڼو سره د پیوستون ورځ ولمانځل شوه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۲ - ۱۰:۴۶
mobta

د هلمند ګڼو قومي مشرانو او ځوانانو د بلوڅو او پښتنو د پیوستون ورځ د يوې غونډي پرمهال چې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست کې جوړه شوې وه، ولمانځله.

په غونډه کې د پښتنو او بلوڅو او نورو درنو قومونو د تاریخي ورورګلوۍ، اتحاد، اړیکو او کلتور په اړه خبري وشوې، او ددې ورځې لمانځل یو ارزښتناکه اقدام وبلل شو.

دغونډې پرمهال د جمهور رئيس سلاکار او د ولايت مقام مرستیال بسم الله روحاني، د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس نويدنظري، د اطلاعاتواوکلتور رئیس حمیدالله ویاړ، د بلوڅو په استازیتوب نجیب الله بلوچ، د شیعیانو شورا مشر صدیق الله ذاهدي، د بارکزو شورا مرستیال حاجي عبدالستار، قومي مخور حاجي يار محمد او نورو د دې ځانګړي ورځي په اړه ویناوي وکړې او د کرښې ها خوا او دېخوا بلوڅو او پښتنو باندي يې د اتحاد او ورورۍ غږ وکړ.

د بلوڅو اوپښتنو د پیوستون ورځ د ۱۳۲۸ شمسي کال راپدېخوا په افغانستان کي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د ېو ډيرې مهمې ورځې په توګه لمانځل کیږي، چي دې ورځې ته د پښتونستان ورځې نوم هم ورکول شوی.

بلوڅ اوپښتانه قومونه په تاريخي، فرهنګي او کلتوري برخو کې ډېر مشترکات لري، او د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو او ایران کې ژوند کوي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu