د سولې او ملي یووالي د روحيې په پیاوړتېا ټینګار!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن پنجشنبې د روان لمریز کال د کب میاشتې پر ۱۵ مه نېټه د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر ښاغلي سید عالمي بلخې،مولوی مصطفی بارکزي، مشاور وزیر مسعود اخند زاده، جنرال عتیق الله امرخېل، محمد یونس فکور، مفتي صاحب محمد فاروق، مولوي ساجد، مولوي حنیفي، مولوي ابراهیم بارکزي او ګڼو نورو سیاسي شخصیتونو او دیني عالمانو سره وکتل.

په دې کتنه کې په هېواد کې د روانو حالاتو سربېره د سولې او ملي یووالی د روحیې په پياوړي کولو، په دې برخو کې د قومي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره په سلا مشورو او ګډو هلو ځلو ټینګار وشو.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

BACK TO NEWS

User account menu