د چارو د ادارې له استازو سره کتنه!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۸:۴۳
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د وږي میاشتې په ۲۴ مه نېټه د چارو ادارې له استازو ښاغلي محمدا ګل کوچي او آغلې مینه وردګ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د مقام د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د وزارت کړنې، فعالیتونه او لاسته راوړنې د چارو ادارې له استازو سره شریک کړل.
همدا راز یې په چارو کې د خوځښت، نوښت او د نورو مثبتو کړنو او اصلاحاتو راوستو ژمنه وکړه. وې ویل: د وزارت مشرتابه تلپاتې هڅې کوي او ټینګار یې پر دې دی ، چې د پلان مطابق ټولې چارې پر ټاکلي وخت او د مثبتو پایلو په لرلو سره ترسره شي.

ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د چارو د اداري له استازو څخه مننه وکړه، چې وزارت ته یې تشریف راوړلو او د وزارت د کار او فعالیتونو له څرنګوالي څخه یې معلومات تر لاسه کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu