د پکتیا ولایت د دوو قومونو ترمنځ، چې د غرني ځنګل او ځمکي پر سر په شخړه بوخت وه اوربند وشو.

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۹:۳۰
mobta

د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د قیمتي کلي، غونډې کلي او خنګو خوړ کې د غرني ځنګل او ځمکي پر سر د منګلو او خروټو قومونو تر منځ د رواني شخړي د حل لپاره د ولسمشر د حکم په اساس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ لوړ پوړي پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ، چې د دغه ولایت له والي ښاغلي شمیم کټوازي، د امنیتي او نورو ادارو له مسؤلینو او په شخړي کې د ښکیلو قومونو له قومي مشرانو سره تر لیدنو وروسته دواړو لورو د پلاوي له خوا د اوربند وړاندیز ومني، د دواړو قومونو تر منځ د اوربند موافقه لاسلیک شوه، وې ویل، چې نور به یو پر بل ډزي نه کوي، مورچي به ړنګوي او د پلاوي له خوا تر وروستي فيصلې وروسته به دا شخړه د تل لپاره پای ته رسوي.
د یادوني وړ ده، چې د دواړو قومونو تر منځ د اوربند د پریکړه لیک له منلو سره سم د دواړو لورو زندانیان هم، چې له یو بل سره وه له زندان څخه ازاد او خپلو کورنو ته ستانه شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۳۴
Background image

غزني کې د مسؤلينو له لوري ۹ کلنې شخړې پای وموند

 

پنجشنه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸


د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په ناور ولسوالي کې د کوچي او هزاره قوم څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۲۴
Background image

د شریعت د تنفیذ په موخه په ولسواليو کې له ولسي خلکو سره د همغږۍ غونډې

 

پنجشنه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د محلي ادارو لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي شريعت د تنفيذ په موخه د پنجشير ولايت په حصه اول، د کاپيسا ولايت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳
Background image

((هغه کسان چې له افغانستانه وتلي دي، اسلامي امارت هیڅ ستونزه نه ورسره لري))

چهارشنبه ۱۷ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن له غرمې وړاندې په پلازمينه کابل کې د ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو له کوچي سرخيلانو سره په جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu