(( وخت به راځي، چې يوه ورځ به دا مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي ))
چهارشنبه ۳۰ جمادیالأولی ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا د اسلامي نظام تر چتر لاندې له خلکو سره د شریعت د نفاذ او همغږۍ تر عنوان لاندې د هېواد په ولایتونو کې د روانو غونډو په دوام، نن په پروان ولایت کې د عامو خلکو او مسؤلینو ترمنځ د غونډې پرمهال پورته څرګندونې د یاد وزارت د سرحدي پلټنو معین مولوي عنایتالله شجاع وکړې.
شاغلي شجاع وویل: هغه کسان، چې د کفارو ملګرتیا یې کوله او خلک یې د هغوی غلامۍ ته هڅول، ولسونو یې د ناسمو دسیسو مخه ونیوله. نوموړي د خپلو خبرو پرمهال له خلکو وغوښتل، چې خپل اولادونه زدهکړو ته وهڅوي، څو په بېلابېلو برخو کې له نړيوالو سره سیال شي. هغه همداراز د حق په لاره کې شوې مبارزې او قربانۍ د ولسونو په حافظه کې تلپاتې وبللې او څرګنده يې کړه، چې یوه ورځ به مظلوم افغانان نړۍ ته نجات ورکوي او هېڅ ځواک به بیا د افغانانو دښمنۍ ته زړه ښه نه کړي.
ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس مولوي محمد آجان رهبر وویل: د شکر ځای دی، چې الله تعالی له ۴۵ کلونو قربانیو، مبارزو، زندانونو او ستونزو وروسته د اسلامي شریعت نظام راپه برخه کړ. نوموړي زیاته کړه، په پوځي ډګر کې دښمن ته له ماتې ورکولو وروسته اوس د فکري جګړې هڅې کېږي تر څو ځوانان بې لارې شي، نو باید ټول بیدار واوسو او د دښمن په تبلیغاتو ونه غوليږو.
قومي مشرانو د اسلامي نظام د ملاتړ په برخه کې د خپل ولس ژمنتیا روښانه کړه ویې ویل: افغانان د هغو خلکو ملاتړ نه کوي، چې د اسلامي شریعت د احکامو خلاف کړنې ترسره کوي. هغوی زیاته کړه نظام زموږ د زرګونو شهیدانو په پایله کې رامنځته شوی، نو تل به يې ملاتړ او همکاري کوو. قومي مشرانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې د ترسره شویو هڅو مننه وکړه او په ځينو سيمو کې یې د استنادي ديوالونو، بريښنا، سړکونو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرولو او د معیاري روغتیايي مرکزونو د جوړولو غوښتنه وکړه
