د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د هرات په اسلام قلعه کې د بندري  چارو بهیروکوت

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۵۲
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال د هرات په اسلام قلعه کې د بندري  چارو بهیروکوت

 

پنجشنبه ۲۵ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هرات اسلام قلعه بندرکې له اړوندو چارو څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

ښاغلي شجاع د ښې همغږۍ په موخه لومړی د یاد ولایت له والي سره وکتل او د خپل سفر موخه یې ورسره شریکه کړه، چې وروسته له هغه يې د اسلام قلعه بندر د کمېسارۍ له مسؤلینو او کارکوونکو سره په خبرو کې خلکو ته د ښه خدمتونو د وړاندې کولو په تړاو لازمې سپارښتنې وکړې.

د سرحدي پلټنو مرستیال دغه راز له اړوندو مسؤلينو سره يوځای سرحدي سیمې ته ولاړ، له سيمې څخه يې لیدنه وکړه او د ځينو ستونزو له بررسي کولو وروسته يې د خپلو امکاناتو په صورت کې د هغې د حل ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۲۵
Background image

کنړ کې د شاوخوا ۵۰ کلنې بدي سر بېره ارزګان کې يوکلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۳ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ځايي ديني عالمانو، قومي مشرانو، متنفذينو او مخورو په ملتيا د دغه ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۶
Background image

د بغلان سربېره په بدخشان، هرات او دايکندي ولايت کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې وشوې

پنجشنبه ۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په مشري د هيواد په مختلفو ولایتونو کې ولسي خلکو سره د اسلامي شريعت د تنفيذ او ولسي یووالي په موخه د غونډو په لړ کې دا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۱
Background image

هلمند کې د مسؤلينو په هڅو درې جلا شوې کورنۍ سوله ييز ژوند ته را وګرځېدې

پنجشنبه ۱ جمادی‌الآخرة ۱۴۴۸

دهلمند ولايت د سرحدونوقومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو له لوري د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې د درې پلرنيو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او فصل شوه.

. . .

BACK TO NEWS

User account menu