غزني کې د مسؤلينو له لوري ۹ کلنې شخړې پای وموند
پنجشنه ۱۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د غزني ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د دغه ولايت په ناور ولسوالي کې د کوچي او هزاره قوم څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه حل او دواړو خواوو وروسته له نهو کلونو راشه درشه پيل کړه.
د دغې شخړې په پايله کې له يوه لوري يو کس وژل شوی و او د ګڼو مالي تاوانونو سربيره يې لوی اختلافات را ولاړ کړي وو، چې مسؤلينو د ځايې قومي مشرانو او علماوو په منځګړيتوب د څو ناستو په ترڅ کې دواړه لوري سولې ته راضي کړل او د ورورولي ژوند ته يې راوګرځول.
د شخړې ښکېلو طرفونو د اسلامي امارت او په خاصه توګه د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له هڅو مننه وکړه، چې په وينا يې د ولسونو د ارام ژوند او ثبات لپاره هلې ځلې کوي.
