د جوزجان په درذاب ولسوالۍ او د کندوز په مرکز کې له خلکو سره غونډه
سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د جوزجان ولایت په درذاب ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او فرامینو د تشریح غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چار رئيس مولوي غلام نبي صمیم، د ولسوالۍ ګڼ استازي او قومي متنفذین هم حاضر وو.
د غونډې پرمهال ښاغلي صمیم د بدو دودونو او قاچاق د مخنیوي په رابطه خبرې وکړې او د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ۱۳ او ۱۷ ګڼه فرمانونه یې تشریح کړل. نوموړي خلک په ټولنه کې د یادو امورو رعایت ته راوبلل او د اسلامي نظام په پیروي او یو بل منلو یې ټینګار وکړ.
ورته مهال د کندوز په مرکز کې هم تر یاد شوي عنوان لاندې غونډه وشوه چې پرمهال یې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني او نورو امارتي مسؤلینو هم ګډون کړی وو. د یادو غونډو پرمهال د مشرتابه د فرامینو هرکلی وشو او په ټولنه کې د یادو حکمونو او فرامنیو د تطبیق د وخت یوه مهمه اړتیا وبلل شوه.
علماء کرامو او قومي مشرانو هم یادو غونډو ته خبرې وکړې زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ټولنیز ثبات، اجتماعي عدالت او د قومونو ترمنځ اتحاد پیاوړی شوی، چې د دې هر یوه نشتون په یوه ټولنه کې د لویې بدمرغي سبب کېدلای شي. دوی په یوه غږ ټول ولسونه د اسلامي شریعت او احکامو پلي کولو ته راوبلل
