د بلخ ولايت د حيرتان بندر د سرحدي وضعیت او اداري چارو ارزونه
يکشنبه ۱۶ ربیعالأول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع د یوه ګډ پلاوي په مشري د بلخ ولایت حيرتان بندر ته سفر وکړ او هلته یې د سرحدي سیمو د وضعیت د ارزونې ترڅنګ له یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې.
په دې سفر کې نوموړي د ياد ولایت له اړوندو مسؤلینو، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئیس، د کمېسارۍ له استازو او د سرحدي سیمو له یو شمېر منسوبینو سره جلا او ګډې لیدنې تر سره کړې.
ښاغلي شجاع د سرحدي مسؤلینو څرګندونې او وړاندې شوي معلومات واورېدل او د سیمې د وضعیت د لا دقیقې ارزونې لپاره یې له مسؤلینو سره لازمې مشورې وکړې. هغه همداراز د مسؤلیتونو له لوري د سرحدي چارو د منظم مدیریت د ترسره کولو له امله مننه وکړه او د اړوندو ادارو ترمنځ همغږي يې اړينه وبلله
