لغمان کې شپږ کلنې شخړې پای وموند
دوشنبه ۶ محرم الحرام ۱۴۴۸
د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو په مشري د ولايتي ادارې د استازو په هڅو دغه ولايت کې د دوو کورنيو تر مينځ د ځمکې او لارې پر سر شته شخړه حل شوه.
ياده شخړه، چې د عليشنګ ولسوالي اړوند په پوهين دره کې رامينځته شوې وه او شپږ کاله يې دوام کړی و، د ا.ا.ا مسولينو، ځايي ديني علماوو او قومي مشرانو په منځګړيتوب په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې جرګه کوونکو دواړه لوريو ته خپل حق معلوم کړ او ژمنه يې ترې واخېسته، چې راتلونکي کې به يو پر بل بريد نه کوي.
په پای کې دواړه لوريو يو بل ته تر بخښنې کولو وروسته تېر هېرکړل او د دوستي د لاسونو په ورکولو سره يې نوی د خوښي ژوند پيل کړ.
