د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري دفتر کې داسې مهال وکتل چې د استخباراتو ریاست استازي مولوي اختر شاه هاشمي، د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږی معین مولوي محمد علي جان احمد او د مقام د دفتر رئیس مولوي نیازمحمد تقي هم حضور درلود. 

په پیل کې د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین، ښاغلي احمد، راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه چې د یوې ټولنې او نظام لومړنۍ بریا د هغوی فکري او عقیدوي یووالی دی، چې لله الحمد دا زموږ په ملت کې موجود دی. 

ورپسې د سیاسي چارو شنونکو په خپلو خبرو کې د ولسونو پر یووالي او له نظام سره د هغوی پر پیاوړي پیوستون ټینګار وکړ. دوی وویل دا ملت داسې عادت لري، چې یو وار درسره ودرېدل بیا د دُښمن پرخلاف تر مرګه درسره دی. دوی زیاته کړه: دا هیواد د قومونو او قبایلو خاوره ده، او دا قومونه به یې ساتي. هغوی همداراز له اسلامي امارت څخه د ملاتړ ترڅنګ په یوه غږ وویل چې لله الحمد اوس په افغانستان کې د حاکم نظام له برکته امنیت ټینګ شوی او دوی ورسره په هر ډګر کې ولاړ دي. نوموړو له ښاغلي نوري سره په بېلابېلو برخو کې خپلې مشورې شریکې کړې.
 
په پای کې ښاغلي نوري د خپلې وینا پرمهال د کارپوهانو د نظرونو قدرداني وکړه. هغه ټینګار وکړ چې حکومت د ولس له منځه راټوکېدلی د الله تعالی په نصرت او د خلکو په همکارۍ تر دې ځایه را رسېدلی، ځکه خو دا ولس ډېر ارزښت ورته لري. ښاغلي نوري صاحب زیاته کړه : دا نظام یوازې د یوې ډلې نه دی، بلکې د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او ټولو ته په یوه سترګه کتل کېږي. نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د سرحداتو وزارت پر یو شمېر فعالیتونو هم رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت له بریا وروسته یې د ملي پخلاینې په موخه زرګونه شخړې حل کړې دي او همداراز یې د نورو فعالیتونو سربیره د سرحدونو ساتنې ته هم جدي پاملرنه کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۲
Background image

((که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي))

 چهار شنبه/۲۸/ شوال/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مخورو مشرانو ته د وینا پرمهال وویل، چې دا ولسونه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کاپيسا، ننګرهار او بلخ ولايت کې جلاجلا شخړې حل شوې

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي قومي سپين ږيرو په ملتيا د دغه ولايت په حصه دوهم کوهستان کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu