د تاجکستان هېواد له لوړ رتبه پلاوي سره کتنه

taqi2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۹:۱۱
د تاجکستان هېواد له لوړ رتبه پلاوي سره کتنه

 

دوشنبه/۲۶/ جمادى‌الاولى/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره چې ملتیا یې د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر ښاغلی میرزا زاده عبدالواحد کوله وکتل.

په یاده لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې.

ښاغلي نوري صاحب په خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري، نوري صاحب څرګنده کړه چې ا.ا.ا د مخدره توکو له قاچاق او انساني قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او د قاچاق د مخنیوي په موخه د ا.ا.ا د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه هم صادر شوي دي، نوري صاحب دا راز وویل: د افغانستان او تاجکستان د ګډ سرحد تثبیت به د دواړو هیوادونو د ثبات او امنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي.

د راغلي پلاوي په استازیتوب ښاغلي عبدالواحد وویل: افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هیوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي، ښاغلي عبدالواحد وویل: تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره اقتصادي او په نورو برخو کې اړیکې وغزوي، نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې  تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu