د خوست په تڼيو ولسوالي کې ولسونو سره د ستونزو راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۲
د خوست په تڼيو ولسوالي کې ولسونو سره د ستونزو راټولولو په موخه غونډه ترسره شوه

 

جمعه  ۱۲ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ولسواليو په کچه د سرحدونو، قومونو او قبايو چارو وزارت په مشري جوړېدونکو غونډو په ترڅ کې دا ځل په تڼيو ولسوالي کې د ولسي خلکو سره د اسلامي ورورولي او قومي ستونزو اورېدو په پار يوه لويه غونډه ترسره شوه.

په دغه قومي غونډه کې د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او فبايو چارو رياست مسؤلينو، د يادې ولسوالي استازو، سيمه ييزو مشرانو او ګڼو خلکو ګډون درلو.

د غونډې پرمهال سيمه ييزو مشرانو له مسؤلينو سره خپلې اړينې ستونزې شريکې کړې او د حل وړانديزونه يې وکړل، چې د مسؤلينو لخوا د ډاډ په څرګندلو سره هغوی ته د اميرالمؤمنين حفظه الله د وروستيو فرمانونو د عملي کولو سپارښتنې هم وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu