په جوزجان او کونړ ولایت کې د دوو شخړو حل!

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۰:۵۴
په جوزجان او کونړ ولایت کې د دوو شخړو حل!

پنجشنبه ۱۴۴۶/رمضان/١٣

د جوزجان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي غلام نبي صمیم د یاد ولایت مقام د هدایت پر اساس د متنفذو قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا، یوه اووه کلنه جنجالي موضوع حل او د شخړې دواړې لوري یې د سولې په ټغر کښېنول.

دغه موضوع چې د نورزي او هوتک قومونو ترمنځ د جوزجان په آب ګرمي سیمه کې له اوو کلونو راهیسې د کرنیزو ځمکو او څړځایونو پرسر روانه وه، د یاد پلاوي د منځګړیتوب او زیاتو هڅو په پایله کې دواړه لوري اول یوې مرکې ته دعوت شول، د دواړو خواوو له رضایت، پوره غور او څېړنې وروسته د دوی ترمنځ د سولې او پخلاینې فیصله وشوه، چې پرمهال یې طرفینو ژمنه وکړه چې په یاده پرېکړه به عمل کوي او به یو بل ته خنډونه نه جوړوي.

همدارنګه د کونړ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو په هڅو د یاد ولایت د پېچ درې ولسوالۍ په ننګلام بازار کې د یوې دردونکې پېښې له وجهې د یو تن د قتل پرسر رامنځته شوې بدي، چې د ښکېلو غاړو تر منځ د دُښمني سبب ګرځېدلې وه، د سیمه ییزو قومي مخورو او علماوو په همکاري او د یوې دودیزې مرکې په ترڅ کې حل شوه. 

د دودیزې جرګې پرمهال مرکچي پلاوي، چې یاده موضوع یې پوره مطالعه کړې وه، د یوې منصفانه فیصلې پربناء حل کړه او له دواړو لوریو یې غوښتنه وکړه، چې خپل اختلافات نور ختم کړي او د ورورۍ ژوند ته را وګرځي. د قومي مشرانو او دیني عالمانو د منځګړیتوب په برکت دواړو خواوو له بدي لاس واخیست او د سولې او اخوت ژوند ته راضي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu