په زابل ولایت کې ۲۸ کلنه بدي په ورورۍ بدله شوه

چهارشنبه ۱۴۴۶/۵/٤
د زابل ولایت په میزانه ولسوالي کې د دوو کورنیو تر منځ ۲۸ کلنه اوږده دوښمني چې له کبله یې یو کس هم وژل شوی و، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د وزیر الحاج ملانورالله نوري په هدایت او د زابل د والي الحاج مولوي حزب الله افغان او د زابل ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د رئیس مولوي محمد کریم سحر او ځایي مسؤلینو په هڅو حل او په دوستي بدله شوه
د یادې شخړې د حل پر وخت مسؤلینو د قومي مشرانو او سیمه ییزو متنفذینو په همکاري په بدۍ کې له ښکېلو لوریو سره ناستې وکړې، د اسلامي شریعت پر بناء یې د دوښمنیو بدې پایلې روښانه کړې او د دودیزو مرکو له لارې یې د دوی تر منځ د خیر پرېکړې وکړې، مسؤلینو د خپلو خبرو پر مهال د مرورو کورنیو پخلاینه او د دوی ترمنځ روغه جوړه د ټولو مسلمانانو ایماني وجیبه وبلله او له ولسي مشرانو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې دي همکاري وکړي ترڅو د خپلمنځي شخړو لمن ټوله او د خلکو ترمنځ اتحاد او یووالی نور هم پیاوړی شي.