په هرات او کونړ ولایتونو کې د څو مرورو کورنیو پخلاینه!

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۹ - ۱۳:۵۴
هرات او کنړ کې شخړې

په هرات او کونړ ولایتونو کې د جلا ناستو پر مهال دوه شخړې چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوی و، د یادو ولایتونو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو، قومي مخورو او علما‌ء کرامو په هلوځلو په دوستۍ بدلې شوې. 

د دغو شخړو له ډلې لومړۍ یوه یې په هرات ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف له امله پېښه شوې وه، چې دوو تنو ته مرګ ژوبله پکې اوښتې وه. د دغې شخړې د حل پر مهال ښکېلو لوریو د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جمال الدین عمري، قومي سپین ږیرو او دیني عالمانو ته واک ورکړ او مرکچي پلاوي د دوی په هکله د خیر پرېکړه وکړه. یاده پرېکړه دواړو خواوو له اورولو سره سم ومنله او سولې ته راضي شول. 

دویمه شخړه بیا د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ پېښه شوې وه، چې له امله یې یو تن ژوبل شوی و او د طرفینو ترمنځ یې ژور اختلافات پیدا کړي وو. یاده منازعه هم تېره ورځ د یاد ولایت د رئیس ملا تحمیدالله غازي او قومي مشرانو په هلوځلو حل شوه، چې په ترڅ کې یې دواړه خواوې سولې ته رابلل شوې او ترمنځ یې د اخوت ورورولۍ پرېکړه وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کي د کنړ او نورستان له دیني عالمانو، قومي متنفذینو او ځوانانو سره د اسلامي نظام د دفاع د قدرداني په موخه غونډه تر سره شوه

 شنبه/١٧/ شوال/ ۱۴۴۷

د کونړ او نورستان قومي متنفذینو او مخورو نن له غرمې وړاندې د یوې ناستې پر مهال یو وار بیا ډاډ څرګند کړ، چې دوی د نظام ترڅنګ ولاړ دي او په کلکه به یې د هر دُښمن پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

د ننګرهار ولایت له علماوو، قومي متنفذینو، پوهنتون استادانو او ځوانانو سره له اسلامي نظام څخه د دفاع لپاره له درنو خلکو سره غونډه تر سره شوه

 جمعه/۱٦/ شوال/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشري، چې د یاد وزارت د جرګو او قبایلو چارو معین الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د امربالمعروف. . .

BACK TO NEWS

User account menu