‏د بغلان ولايت له دیني عالمانو او مجاهدينو سره کتنه

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۹ - ۱۰:۲۱
لیدنه

‏ پنجشنبه ٢ ذوالحجه الحرام ١٤٤٥

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانورالله نوري د بغلان ولايت له ديني عالمانو او مجاهدينو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. راغلیو دیني عالمانو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مسؤلينو له لوري د قومونو ترمنځ د همغږۍ په برخه کې له تر سره شويو کړنو او فعالیتونو مننه وکړه او زياته يې کړه چې دوی هم په ډېره لېوالتیا سره د خپل نظام کلک ملاتړ کوي او تل به يې همکار وي. ورپسې سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري په خپلو خبرو کې وويل چې ستاسو درنو ديني عالمانو او مجاهديو په هلوځلو، ملاتړ او همکارۍ په افغانستان کې د اشغالگرو پر وړاندې شل کلن جهاد په بريا سره پای ته ورسېد او ټول افغانان اوس الحمدالله د يو اسلامي نظام تر چتر لاندې د خوښۍ ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu