په هرات کې له (روښانه راتلونکې څانګې) سره ناسته

khoram2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۲۱:۴۶
ناسته

۱۹/۱۱/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د شخړو د حل په برخه کې همکاره مؤسیسه AWEC ( د روښانه راتلونکې) مؤسیسې له ولایتي مسؤلینو سره په هرات ولایت کې د یوې ناستې په ترڅ کې وکتل چې د یاد وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس قاري عبدالمتین رحیمزي، د کوچیانو څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس مفتي لعل محمد منیب، ولایتي رئیس مولوي جمال الدین عمري او د یادې شبکې ۱۵ تنو استازو هم پکې ګډون درلود. د ناستې پر مهال د شبکې مسؤل عبدالله علشینګي د یاد پروګرام په اړه مفصلې خبرې وکړې، د پروژې په څرنګوالي یې رڼا واچوله او د وزارت له همکاریو او لارښوونو څخه یې مننه وکړه. ورپسې د وزارت د مخابراتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي رحمیزي امن د الله تعالي ﷻ یوه لویه پیرزوینه وبلله او دا یې د ویاړ ځای یاد کړ چې له څلورو لسیزو وروسته نن الحمدلله بیا افغانستان تر یوې واحدي رهبرۍ لاندې د امن ساه اخلي. هغه زیاته کړه اوس وخت را رسېدلی چې د خپلو خلکو پر زخمونو پټۍ کېږدو او د حال پوښتنه یې وکړو. د کوچیانو د څړځایونو او اقتصادي خدمتونو رئیس ښاغلي منیب په یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او د ملتونو د بریا راز یې یووالی وباله. نوموړي وویل: د ۲۰ کلونو اشغال زموږ په ذهنونو ډېرې منفې اغیزې کړې او موږ ته په کار ده چې د خلکو د ذهنیتونو د روزلو په موخه ډېر کار وکړو. د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس ښاغلي عمري د یادې مؤسیسې له دغه ډول پروګرامونو څخه خوښي وښوده او دا ډول غونډو جوړول یې د خلکو تر منځ په اتفاق، عامه پوهاوي او ذهنیت جوړونه کې اغیزمنې وبللې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۰
Background image

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو دوام

 

دوشنبه ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د هيواد په ۳۴ ولايتونو کې د ولسواليو په سطحه د پيل شويو غونډو په دوام دا ځل د کاپيسا ولايت په نجراب، د کندهار په مرکز، دامان، ښورابک او خاکريز ولسوالي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۶
Background image

په بغلان او بادغيس کې د ولسواليو په کچه ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه ۲۳ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان سره سم د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د پيل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۳
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د سرحدي څېړنو معین په خوست ولایت کې د دې وزارت له اړوند قبایلو لیسې څخه لیدنه وکړه 

 

سه شنبه ٢١ ربیع‌الثانی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د خوست ولایت د مرستیال والي او نورو مسؤلینو په ملتیا په دې ولایت. . .

BACK TO NEWS

User account menu