په غزني ولایت کې ۲۴ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۹:۱۵
شخړه

په غزني ولایت کې د مېشتو کوچیانو د للزي او د ناور ولسوالۍ د هزاره قومونو تر منځ ۲۴ کاله وړاندې پېښه شوې شخړه چې یو تن پکې وژل شوی و، تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب د دواړو لوریو په شتون کې حل شوه. 

یاده شخړه چې د تېر امارت پر مهال رامنځته شوې وه، خو د مقتول کورنۍ ته د دیت (پور) د نه ورکولو له وجهې تر اوسه نا حل پاتې وه، چې له کبله یې طرفینو وخت نا وخت یو بل ته زیانونه اړول، تېره ورځ یې د یاد ریاست په هلوځلو دوستي ته غاړه کېښوده. 

د دغې شخړې د حل په غونډه کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي جان محمد حاجي مؤمن د دواړو لوریو د قضیې په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړل، د علماوو او مل پلاوي په همغږي یې د دوی ترمنځ د خیر پرېکړه وکړه چې د فیصلې له ابلاغ وروسته دواړو لوریو پرې قناعت وکړ او په خوښۍ یې یو له بل سره د ژوند تېرولو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu