په کابل کې د پیغمبر اعظم بنسټ له لوري د (۷) ورځني نندارتون د جوړېدو په پار د همغږۍ ناسته ترسره شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۸:۳۱
نندارتون لپاره غونډه

شنبه۱۸مه د شوال المکرم ۱۴۴۵کال

یاده ناسته کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي احمد طه قادري، د مقام د دفتر رئیس ښاغلي نیاز محمد تقي، د ښوونې او روزنې رئیس ښاغلي مولوي عبدالرحمان رحماني او د پیغمبر اعظم بنسټ یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی درلود.

ناسته کې د نندارتون د جوړېدو پر څرنګوالي  تفصیلي خبرې وشوې، چې په ترڅ کې یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي قادري د نندارتون په جوړېدو خوښۍ څرګنډه کړه او د یاد بنسټ له مسؤلینو سره یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې په یاد نندارتون به د راتلوونکې چهارشنبه په ورځ په پلازمېنې کابل کې جوړیږي چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د یو شمېر حافظانو سربېره به د بهرنیو هېوادونو د قرآن کریم قدرمن حافظان او د ا.ا.ا مسؤلین هم ګډون ولري او د قرآن کریم بېلابیلې نسخې به پکې نندارې ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

بلخ کې د دوو کورنيو ترمنځ ۶ کلن جنجالونه پای ته ورسېدل

 

سه شنبه ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷

د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبايلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو د ياد ولايت د قومي مشرانو، علماوو او ځايي خلکو په همکارۍ مزار شريف ښار کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

بلخ کې د ۱۵ کلنې شخړې ترڅنګ يوه بله ۵ کلنه شخړه هم هواره شوه

 

يکشنبه ۳ محرم الحرام۱۴۴۶ 
 
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونو د قومي مشرانو او اسلامي امارت منسوبينو د هڅو په نتيجه کې په ياد ولايت
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

زابل کې د دوو قومونو ترمنځ شخړه حل او سوله ييز ژوند يې غوره کړه

شنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۷ د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د قومي سپين ږيرو علماوو او اسلامي امارت د ځينو استازو په همکارۍ د دغه ولايت په شهري صفا ولسوالۍ کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu