په پکتیکا ولایت کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

khoram_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۴۰
شخړه

۱۵/۱۰/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د یادې ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو ۳۵ کلنه شخړه حل شوه. 

دغه شخړه چې د یاد ولایت د بانځي او سلیمانځي قومونو تر منځ د ځمکو پر سر رامنځته شوې وه او د دواړه لوري یې له ناخوالو سره مخ کړي وو، د سیمه ییزو مشرانو او اړوندو مسؤلینو د ستړیاوو په پایله کې په دوستي بدله شوه.  

 د شخړې د حل پر مهال ځایې اوسېدونکو او د شخړې ښکېلو لوریو د مسؤلینو او قومي مشرانو له ستړیاوو قدردانی وکړ او د ولسونو تر منځ د بدیو او شخړو حل کول یې د ټولنې نېک بختي وبلله.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۵:۲۶
Background image

کنړ کې ۲۰ کلنه شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه

چهار شنبه ۲۶ جمادی الآخرة ۱۴۴۷ د ياد ولايت مرکز اړوند د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا شلو کلونو اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو ځمکو او بانډو پر سر رامنځته شوې وه او ګڼ اختلافات يې را پارولي وو.د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۱:۴
Background image

لغمان کې د ۴۰ کلنې بدي ترڅنګ جوزجان کې ۱۵ کلنه او پروان کې ۸ کلنه شخړه حل شوه

 

سه شنبه ۲۵ جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر مولوی نورالهادي چپاو په مشري د قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايې خلکو په منځګړيتوب د دوو کورنيو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

په کندوز کې د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

 دوشنبه ۲۴/ جمادي الآخرة/ ۱۴۴۷

د کندوز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د ولایتي علماء کرامو،متنفذینو او مصلحینو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ د قتل  له وجې یو کال. . .

BACK TO NEWS

User account menu