په دایکندي ولایت کې رامنځته شوې شخړه حل شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۲:۴
خبر

۴/۷/۱۴۴۵

په دایکندي ولایت د نيلي او پاتو ولسوالیو د دوو کورنيو تر منځ  د کورنیو موضوعاتو  په اثر رامنځته شوې شخړه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت په همغږۍ او د سیمې د قومي مشرانو په همکاري حل شوه. 

په دغه شخړه  د دواړو کورنیو تر منځ د اختلافاتو په پایله کې یو تن سخت ژوبل شوی و، چې بالآخر د یاد آمریت د آمر حافظ محب الله سجاد او د قومي مشرانو  د منځګړیتوب له برکته د شخړې دواړه لوري د اختلافاتو حل ته راضي شول. دوی د یوې ناستې په ترڅ کې ژمنه وکړه چې په ګډه به د ورورګلوۍ ژوند کوي او یو بل ته به نور زیان نه رسوي.

په دغه بدي کې ښکېلو غاړو د آمریت له مسؤلینو او له قومي مشرانو څخه مننه وکړه چې دوی یې یووالي ته راوبلل، او د یادې موضوع په حل کولو کې یې د دوی همکاري وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu