د وزارت خالي بستونه به د وړ او په کار پوه کسانو د ګمارني په موخه ازاد رقابت ته وړاندې شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۰:۱۸
خبر

یکشنبه ۲۸ربیع الثانی۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري زیرمو رئیس ښاغلي مولوي کریم شاه تیلوي نن پخپل کاري دفتر کې د چارو ادارې د بېلابېلو برخو له مسؤلینو  سره د وزارت د خالي بستونو د اعلان په موخه  وکتل.

د کتنې په پیل کې د چارو له ادارې څخه راغلو استازو  د اداري چارو د سمون او اصلاح په اړه خبرې وکړې ټینګار یې و کړ چې په همدې موخه باید د وزارت خالي  بستونه له دې وروسته ازاد رقابت ته وړاندې شي. 

ورپسی د بشري زیرمو رئيس ښاغلي تیلوي د یادې موضوع په اړه خوښي څرګنده کړه ویې ویل چې د ازاد رقابت له لارې  به وکولای شو چې په ټولو تخنیکي او مسلکي بستونو کې وړ کسان په کار و ګمارو دا به له یوې خوا د ځوانانو لپاره د کار موندې او له بل لوري به د اړوند چارو د پرمختګ سره مرسته وکړي او دغه راز به  د وزارت چارې پرته له  خنډ او ځنډ څخه پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu