د وزارت شمال لور ته سړک له رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mobta-af
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۹:۷
Mobta

پنچشنه٦ ربيع الاول١٤٤٥

یاد سړک چې چارې یې په پاخه او اساسي شکل د کابل ښاروالۍ له لوري بشپړې شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معين ښاغلي مولوي احمد طه قادري او د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معين ښاغلي مولوي خالد سجستاني له خوا د پټۍ په پرېکولو پرانیستل شو .

مسلکي معين ښاغلي مولوي احمد طه قادري د سړک د پرانستي په موخه د پټي د پريکولو پر مهال وويل موږ ژمن یو چې په نورو ولایتونو کې هم دياد وزارت اړوندو رياستونو او امريتونو ودانیو او په نورو برخو کې يې ترميماتي او ساختماني چارې د زېدخېلو  ادارو په مرسته بشپړې کړو او د هېواد په بیا آبادولو او پرمختګ کې اساسي ونډه واخلو تر څو ټول کارکوونکي په آرامه فضا کې خپلو ورځنیو چارو ته په ښه توگه دوام ورکړي او ولس ته د خدمت جوگه شي.

ورپسې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو معين ښاغلي سجستاني هم خبرې وکړې ویې ویل د الله جل جلا له شکريه اد کوو چې موږ يې د خپل امت خادامان گرځولې يو او خپلو هېواد والو ته خدمت کوه.

نوموړي زياته کړه چې کابل ښار په بېلابيلو برخو کې ياده ښاروالۍ د خپلو  پروژو دپيل او ګټې اخیستنې په لړ کې نن د سرحدو، قومونو او قبایلو چارو وزارت دخولې سړک چې د رغېدو کارونه يې بشپړ شوي دي ګټې اخیستنې ته سپارلي.

همداراز د وزارت مالي او اداري عمومي ريئس ښاغلي محمد انور تايب وويل خوښ یم چې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په دوام نن د وزارت شمال لور ته نوی رغول شوی سړک چې له امله به یې د کارکوونکو او د دغه وزارت ترانسپورټي زیاتې ستونزې هوارې شي د پرانیستې په مراسمو کې يې گډون لرم  نوموړي د کابل ښاروالۍ له ټولو مسولينو څخه مننه وکړه او د دوی هڅې د ښار په رغونه ، پاکۍ اوصفایی کې وستایلې.

په پاي کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د کابل ښاروالي پر يو شمير کارکوونکو ستاينلکونه او تحفي وويشل شوي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu