ښکېل اړخونه به د مخورو تر بيا ځل راټوليدو د يو و بل پر وړاندې هيڅ ډول اقدام نکوي

mobta_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۵ - ۲۱:۴۲
mobta

د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د دفتاڼې قوم د دوو کورنیو ترمنځ شخړه پېښه شوې وه چې له امله چې یو تن وژل شوی وو څو تنه علما او مشران د منځګړي په توګه جرګه شول. د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، قومي مشرانو او علماوو د یادې شخړې د هواري او له منځه وړلو لپاره له دواړو لوریو سره ناسته وکړه او دوی یې د سولي او ورورولۍ لوري ته راوبلل. د سرحدونو، قومونو او قبایلو رئیس مولوي جان محمد مؤمن جرګې ته د بدۍ د بدو عواقبو او د بښنې د ښېګڼو په اړه د اسلام د مبارک دین په رڼا کې مفصلې خبرې وکړې او ښکېل لورې یې روغې جوړې ته راوبلل. جرګې د مقتول کورنۍ ته د صبر او حوصلې کولو سپارښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د شخړې د اساسي هواري په موخه به مشران د نيکمرغه لوی اختر له تېرېدلو وروسته ورته حل لاره پیداکوي. ښکېلو اړخونو قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې ته راتلونکې جرګې مرکې پورې به د یو او بل پر خلاف هيڅ رنګه اقدام نکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu