د وزارت نوى سلاکار معرفي شو

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۳۰ - ۱۵:۴
Mobta

دوشنبه، ٢٦ ربيع الثاني ١٤٤٤

ښاغلي شفيع الله محمدى د وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام  ۱۴۴۴/ ٤/ ٢٤ نېټې د (١٢٤٤) حکم پر اساس په دوم بست کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو د سلاکار په توګه ټاکل شوي د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ورو پېژندل شو.

Mobta

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو  وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوه. د ياد وزارت يو شمير چارواکو او کارکوونکو ګډون کړی و.

غونډه دعظیم الشان قرآن د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د مقام د د فتر رئیس ښاغلي حضرت ولي حقاني  هر اړ خیزه وینا وکړه. وې ویل هیله مې داده چې موږ ټول پخپل وظیفوي ژوند کې د مثبت بدلون په اړه فکر وکړو هغه بدلون چې ورته اړتیاده او د اسلامي امارت د اميرالمومنين ، حالاتو او ولس غوښتنه ده هغه همداراز  ښاغلي شفيع الله محمدى ته یې د ټاکل کېدو له امله مبارکي وویله له همکارانو یې وغوښتل چې همکاري ورسره وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu