د ارغنداب ولسوالي له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره کتنه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۷:۵۴
mobta

۱۴۴۴قمري کال د ربيع الثاني٢٤مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن په خپل کاري دفتر کې د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدلې. په پيل کې راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو د زابل ولایت ارغنداب ولسوالي د خلکو اړتیاوې شریکې کړې او همدا راز یې له ياد وزارت څخه چې له خلکو سره د ستونزو په حل کې همکاري کوي مننه وکړه. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د راغلو قومي مشرانو او دیني عالمانو له نیکو او با ارزښتو خبرو څخه هرکلی وکړ او د وزارت په استازولي یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۰:۲۹
Background image

کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه

 

سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۰
Background image

د خوست او پکتیا د دوو کورنیو ترمنځ ۱۹ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو او د پکتیا د ګردې څېړۍ اړوند د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۱۹ کلنه دښمني، چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه د خوست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۸
Background image

بادغيس کې د ۴۵ کلنې بدي سربېره بلخ کې ۱۸ کلنې شخړې څنګه پای وموند

 

دوشنبه ۱۵ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د بادغيس ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد قاسم ضمير په مشري د ديني عالمانو او قومي مشرانو په هڅو په دې ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu