د تخار ولايت خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د قومي شخړې او منازعې د حل په اړه رسنيز کنفرانس

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۲۰:۱۰
mobta

۱۴۴۴/۴/۶ دوشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي بررسيو مرستيال شيخ محمد قاسم خالد چي د رياست الوزراء له خوا د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه د ټاکل شوي باصلاحيته پلاوي مشري يې کوله نن د حکومتي رسنيو په مرکز کې د رسنيو د استازو په وړاندي مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. په دې کنفرانس کې چي د حکومتي رسنيو د مرکز رئيس مفتي انعام الله سمنګاني، زراعت او مالدارۍ وزارت وياند مولوي مصباح الدين مستعين او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وياند حمدالله فطرت هم موجود وو د داخلي او بهرنيو رسنيو استازو پکې برخه اخيستې وه. شيخ محمد قاسم خالد په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د تللي هيئت د پريکړې د ابلاغولو، تطبيق او د خلکو د ستونزو د هواري لنډ جريان شريک کړ، نوموړي وويل: د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په مهاجر قچلاق سيمه کې د پښتنو، تاجکو او ازبکو هيوادوالو تر منځ د شخړې د هوارولو لپاره يې اساسي حل رايستلی، په وينا يې د مهاجر قچلاق کلي اصلي مالکانو ته به خپل کورونه سپارل کيږي او اوسني اوسيدونکو ته يې د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا د ولسوالۍ بازار په دوه کيلومتري کې هواره او مناسبه ځمکه د يوې ځانګړې نقشې او طرزالعمل له مخې ورکول کيږي او دغه راز د مهاجرينو وزارت په همکارۍ به د کورنو په جوړولو کې ورسره لازمه همکاري هم کيږي. د يادو کورونو اوسني اوسيدونکي مني چي کورونه ددوئ نه دي خو په کورونو ددوئ شوي مصارف بايد ورته وکول شي، چي د کورونو اصلي مالکينو په خوښۍ منلې. ښاغلي شيخ خالد زياته کړه په کورونو کې مېشتو کورنيو ته چي شاوخوا ۱۲۰ کورنۍ وې د خلکو له غوښتنې سره سم ورته د ۳۰۰ کورونو، جوماتونو، عيدګا، مکتبونو، کلينيک او مدرسو تر څنګ د يو تعداد دوکانونو نقشه د ښار جوړونې رياست له خوا ډيزان شوې او د منظم پلان او طرزالعمل له مخې به توزيع شي. د غه راز د زراعتي ځمکو پر سره د يادو قومونو تر منځ قضيې د حل کولو لپاره د د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري اختصاصي محکمه جوړه شوې چي د ټولو جهتونو اسناد به څيړل کيږي او نهايي پريکړه به کوي. د ښاغلي شيخ محمد قاسم خالد او د وزارت وياند حمدالله فطرت له خوا د رسنيو پوښتنو ته په ځوابونو ويلو کنفراس پاي ته ورسيد.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۹
Background image

آشتی دو خانواده جدا شده در کنر


شنبه، ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸ 
جنجال میان دو خانواده در ولسوالی سرکانو ولایت کنر بر سر برخی از مسایل داخلی به صورت مسالمت آمیز حل شد و هر دو طرف دست به دست هم دادند.
مسئولان ریاست امور
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۴
Background image

کنړ کې د دوو جلا شويو کورنيو پخلاينه

 

شنبه ۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځينو خپل منځي مسائلو پر سر راپورته شوې شخړه په سوله ييز ډول حل او دواړو لوريو يو بل ته د ورورولي لاسونه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
Background image

بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله. . .

BACK TO NEWS

User account menu