د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر خوست ولايت ته رسمي سفر تر سره کړ

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۲۲:۴۰
mob

۱۴۴۳/۹/۱۹

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري پرون د خوست ولايت سپېرې ولسوالۍ د مظلومو شهيدانو فاتحې او تعزيت لپاره يادې سېمې ته سفر تر سره کړ. ښاغلي نوري د شهيدانو ارواح ته دعا وکړه او د پېښې له ټولو قربانيانو سره يې ژوره غمرازي او همدردي وښوده. ياده پېښه چي د روژې مياشتې پر ۱۵مه رامنځته شوه د پاکستاني الوتکو له لوري ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه دوه کورونه پکي بمبار شول او ۳۷ تنه يې چي اکثريت ښځې او ماشومان وو په شهادت ورسول. ښاغلي وزير قومي او قبايلي مشرانو ته وويل چي په افغانستان کي د هر وګړي ژوند ساتل د نظام دنده او مکلفيت دی. نوموړي ځايي خلکو ته ډاډ ورکړ چي اسلامي امارت د خپلې خاورې تماميت ته پوره ژمن دی او هيچا ته به اجازه ورنکړي چي د افغانستان د خلګو امنيت وګواښي‌.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu